له ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه د اراضۍ ریاست جدا کولو په موخه لومړنۍ ناسته وشوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۹:۳۲
sdvgdfhb

۱۴۴۳/۱۰/۱۹

د امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تشکیل څخه د ځمکو ریاست جدا او د کرنې او مالدارۍ محترم وزارت پورې اړوند کېږي.

په همدې تړاو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ تخنیکي ناسته وشوه، چې ټول اړوند د تخنیکي ریاستونو مسؤلینو هم په کې ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د ځمکو برخه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت څخه جدا او د کرنې او مالدارۍ محترم وزارت پورې اړوند شي چې هېڅ لوری زیانمن نه شي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال په ناسته کې د اړوندو ریسانو د نظریاتو اورېدو وروسته ټینګار وکړ چې د امیر المؤمنین حکم یو لازمي او مهم امر دی چې باید هر څه ژر تطبیق شي.

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي وویل، د امیر المؤمنین حفظه الله حکم د دولتي کار کوونکو د بې برخلیکتوب په موخه نه؛ بلکې د چارو د لا ښه پرمختګ او خلکو ته د زیات شغل او کار زمینې برابرولو په موخه صادر شوی ده.

نوموړي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بشري سرچینو، مالي او اداري ریاستونو ته سپارښتنه وکړه چې پر دغه موضوع هر اړخیزه غور وکړي او له قانون سره سم خپل فني او مسلکي نظریات وړاندې کړي چې له کوم زیان پرته د ځمکو ریاست بشري ځواک، منقول او غیر منقول اجناس، بودیجه او نورې چارې په مرکز او ولایتونو کې وڅېړي او راپور رسماً مالي او اداري معینیت ته وسپاري چې بیا به د وزارت د رهبرۍ لخوا یاد راپور د ادغام له محترمې کمېټې سر شریک کېږي او له مخې به یې پرېکړه کېږي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS