له ځمکې د اغېزمنې ګټې او بیا تنظیمولو په موخه روزنیزه برنامه پیل شوه
۱۴۴۶/۴/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو محترم ریاست او د کور او ښار جوړولو انستېتوت له لوري، له ځمکې د اغېزمنې ګټې اخیستنې او بیا تنظیم په موخه روزنیزه او ښوونیزه برنامه پیل کړه.
د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم معینیت کې ښاغلي مفتي محمد ناصر حقاني او دیپلوم انجنیر عبدالحمید ارین د یادې ښوونیزې او روزنیزې برنامې د پرمخ وړلو پر طرز او ګټو هر اړخیزې خبرې وکړې.
یاده ښوونیزه برنامه، د کور او ښار جوړولو وزارت او د کابل محترمې ښاروالۍ د انجنیرانو د ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کېږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په بېلا بېلو ډولونو مسلکي او تخصصي سیمینارونه او برنامې ترسره کړي او ورته ژمن دی.