له اوبو څخه د سالمې او اغېزمنې ګټې اخیستنې او مدیریت په موخه ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۵ - ۱۵:۲۳
picture

۱۴۴۴/۶۰/۳۰

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د یو شمېر وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ او تنظیم ناسته وشوه، چې څنګه کېدای شي له اوبو څخه سالمه او اغېزمنه ګټه پورته شي او ښه مدیریت شي.

په دغه ناسته کې چې د کور او ښار جوړولو وزارت کې وشوه، د اوبو او انرژۍ محترم وزارت، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو محترم وزارت، د کلیو پراختیا او بیا رغونې محترم وزارت او دغه راز د اوبو رسولو او فاضله اوبو وېستلو محترم شرکت استازو برخه اخیستې وه.

د یادې ناستې ګډونوالو له اوبو څخه د سالمې او اغېزمنې ګټې اخیستنې، د چارو تنظیم او مدیریت برخه کې هر اړخیزې خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې په دغه برخه کې دې شته ټول قوانین، مقررات او طرزالعملونه وکتل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني له اوبو څخه په سالمې او اغېزمنې ګټې اخیستنې او غوره مدیریت او تنظیم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د اوبو مدیریت برخه کې د شته قوانینو او مقررو په رڼا کې دې روښانه دلایل وړاندې شي او پر یوې داسې حل لارې دې غور وشي چې د اوبو مدیریت او تنظیم برخه کې د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ همغږي زیاته، او د اوبو چارې تنظیم او غوره مدیریت شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۴۵
Background image

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود خان د استوګنیز او سوداګریز کمپلکس له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د پل محمود. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم مکروریان ښارګوټي له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د پنځم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۸:۳۹
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست اړوند د تخلفاتو د مخنیوي او عامه پوهاوي تخنیکي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت