لغمان کې د یو پوهنتون زده کونکو ته عملي زده کړې ورکړل شوې
۱۴۴۵/۱۰/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، په مرکز او ولایتونو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابروي.
د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وايي، د دې ریاست د مسلکي انجنیرانو له خوا په یاد ولایت کې د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د انجنیرۍ پوهنځۍ زده کونکو ته عملي زده کړې ورکړل شوې.
د ښاغلي تېلوي په خبره، د کور او ښار جوړولو ریاست د فني او مسلکي ټیم له لوري د کثیرالرشتوي انسټیټوټ شل تنه زده کونکو ته چې د یاد انسټېټیوت د محترمې ادارې له خوا ورپېژندل شوي وو، په ساحه کې د شل رسمي ورځو لپاره عملي زده کړې ورکړل شوې.
ښاغلی تېلوي زیاتوي، لارښود استادانو محصلینو ته د سروې، ډیزاین، براورد او د مهندسۍ برخه کې اړینې تفصیلي زده کړې ورکړې.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پوهنتونو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابروي او هڅه کوي چې ټولنې ته د خدمت جوګه علمي او مسلکي کادرونه وړاندې کړي.