لغمان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي کې د پلان مطابق خط اچونه پېل شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د حکم او لارښوونې له مخې په لغمان ولایت کې هم پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک کېږي.
له هغې ورځې چې محترم وزیر ختیځ زون ته سفر کړی، د یاد زون په ولایتونو کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر چټک شوی او دوام لري.
تازه همدا نن، لغمان ولایت کې هم د مهاجرینو په ښارګوټي کې د رسمي پلان مطابق د خط اچولو چارې پېل شوې، چې ورسره به د استوګنیزو نمرې وېش ته بشپړه زمینه برابره شي.
ښاغلی وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، باور لري چې د دې پروژې په پلي کېدا سره به راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې اساسي زمینه برابر شي.
د خط اچولو بهیر به د کورونو او سړکونو دقیق ترتیب مشخص کړي، چې په راتلونکي کې د کورونو د نمرو وېش او بنسټیزو خدماتو لکه اوبو، برېښنا، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو رسولو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت مهاجرینو ښارګوټی د هغو کورنیو لپاره جوړ شوی چې د اوږدې مودې لپاره په ګاونډ هېوادونو کې وو او اوس خپل هېواد کې د خپلې دایمي مېشتېدنې لپاره چمتووالی نیسي.
