فراه ولايت کې د يو جومات ودانۍ ورغول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د فراه ولايت په مرکز کې د فاتحې د يو سالون په ګډون د يو محراب جومات لپاره ودانۍ هم تر جوړېدو وروسته ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
دا جومات په ۱۷۴۲ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول د جمهوري رياست عالي مقام د چارو ادارې له عملياتي واحد بوديجې څخه په ۸۸ ميلیونه ۴۰۰ زره افغانۍ ورغول شو.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ديني او فرهنګي ځايونو اهميت ته په پام سره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د جوماتونو د رغولو او بيارغولو چارې ګړندۍ کړي دي.