فاریاب کې ۴۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د فاریاب ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې ۴۰۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدوله.
یاده ځمکه د دولتاباد ولسوالۍ د کډوالو ښار ګوږټې جوړولو په موخه کډوالو ریاست ته لېږدول شوې ده.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت سکټوري ادراو او د دولت متقاضي بنسټونو ته د دولتي ځمکو لېږد له لارې د پرمختيايي پروژو پلي کېدو او ټولګټو خدماتو وړاندې کولو لړۍ چټکه کړې ده.