فاریاب کې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۱۰:۴۸
فاریاب

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د حکومت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد پر مهال دا ځل د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه لېږدولې ده.

یاده ځمکه په دولتي او عامه ځمکو بانک کې ثبت وه چې د امام بخاري ښارګوټې د جوړېدو په موخه د دې ولایت د کار، شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته ولېږدول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولت سکټوري ادارو ته د سپینو دولتي ځمکو په لېږد سره د پرمختیايي پروژو پلي کېدل او خلکو ته د عامه خدمات وړاندې کول چټکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۸:۵۳
Background image

د ارزګان ولایت په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۲۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ټیم د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه نظارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

په پکتیا ولایت کې د ګردېز ښار د تفصیلي پلان په موخه توپوګرافي سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز ښار د ښاري پلان جوړونې د ستونزو د حل او د تفصیلي پلان د چمتو کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۳:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت کې ۱۰۲ راستنو شوو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۲۱/۱۲/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدو او د ځمکو د وېش کمېټې، په میدان وردګ ولایت کې پر (۱۰۲) راستنو شوو مهاجرو کورنیو د استوګنې نمرې ووېشلې.

دغه استوګنیزې نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت