فاریاب ولایت کې د غیر پلاني سوداګریز مارکېت له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۵۵
faryab

18/7/1446
د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې فاراب ولایت کې د یو غیر پلاني ودانیزې پروژې مخنیوی وکړ.
ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه پروژه په فاریاب ولایت کې یو سوداګریز مارکېټ دی، چې په خپل سر او له پلان خلاف یې چارې روانې وي، خو دوی یې مخنیوی وکړ.
نوموړی وایي، دغه مارکېټ د فاریاب مرکز میمنې ښار په دوهمه ناحیه کې په خپلسرې توګه جوړېده، چې ساحه په پلان کې استوګنیزه ده.
د یادولو وړ ده چې د یاد مارکېټ د جوړېدو له امله سړک ته هم زیان پېښ شو او مسؤلینو یې بې پروایي کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې ټولګټې پروژې تخریب او یا په خپل سر د پلان خلاف چارې سرته ورسوي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 2 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د استوګنې په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې

1447/02/19

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا معین، محترم مولوي گل‌زرین صابر، د پاکستاني پانګوالې کمپنۍ (اچ ار ال) له مسؤلینو سره د افغانستان په ځانګړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۰۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌ایس ریاست محترم رئیس انجنیر الحافظ محمد یوسف لطیف وایي، چې د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د فراه ولایت د مهاجرینو ښارګوټي تفصیلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۰:۴۸
Background image

هرات کې د دولتي ادارو د برېښنا لګښت او د سولري سیستم د نصب ساحې د معلومولو سروې ترسره شوه

1447/02/19

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د اداري کمپلکس په اړوند، د برېښنا لګښتونو د ارزونې او د سولري سیستم. . .

BACK TO NEWS