غزنی کې څه باندې۲۲۰ زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۰:۵۱
غزنی

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې په دوام، د غزنی ولایت اړوندو سېمو په  ۹۸ قطعو کې، ۲۲۰ زره او  ۴۰۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه ۲۱۸۸۶۸ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۱۵۳۸ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد ۳۱ ولایتونو په ۶۹۳۹ قطعو کې، ۶ مېلیونه ۸۱۱ زره او ۴۸۲ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د لویو پرمختیایي او اقتصادي  پروژو د پلي کېدو په موخه سروې او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کابل–بګرام ستراتېژيک سړک د جوړولو چارې په څو برخو کې په چټکۍ روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم، د کابل–بګرام ستراتیژیک سړک د جوړولو او بنسټیزو چارو له روان بهیر څارنه وکړه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۸:۴۸
Background image

د لوګر ولایت په کډوالو ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري، کډوالو او بېرته راستنېدونکو ته په وېشل شوي ښارګوټي کې د پاکو اوبو د درېیو څاه‌ګانو د کېندنې له روانو چارو تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت