غزني کې له ۱۶۰ زره جريبو زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۲:۵۵
غزني

ښار جوړولو او ځمکو وزارت په غزني ولايت کې ۱۶۸ زره ۴۰۸ جريبه ځمکه سروې او ثبت کړه چې په دې سره ګڼ شمېر دولتي ملکيتونه له احتمالي غصب او ناسمې استفادې څخه خوندي شول.

له دې ډلې څخه په ۱۶ قطعو کې ۱۶۵۶۸۹ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۶۴ قطعو کې ۲۷۱۹ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۵ ميليونه ۲۳۷ زره او ۹۴۶ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۳:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۳

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ اړوند د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو د پرمختګ په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ.

د څارنې پر مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۵۹
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني جوړولو چارې ودرول شوې

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د پنځمې ناحیې د سپین‌ کلي څلورلارې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۴۹
Background image

د کابل په مرکز کې د حاجیانو لپاره د نوي مجتمع توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقاف وزارت اړوند د حاجیانو د نوي مجتمع د ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت