غزني ولایت کې د یوه جومات د رغولو چارې روانې دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د غزني ولایت په قلعه شهاده سیمه کې د ابوالفضل په نامه د یوه جومات د رغولو چارې پیل کړي دي.
دا جومات په ۷۷۷ متر مربع ځمکه کې په ۲۹ میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا جوړیږي.