غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۱:۳۳
غزنی

۱۴۴۶/۰۶/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، په ټولو ولایتونو کې یې د ښاري تخلفاتو پېژندګلوۍ او مخنیوي لړۍ پیل کړې، چې په دغه ترڅ کې یې د غزني ولایت کې هم د ځینو ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، د غزني په ښار کې یې د د درېیم پلان له ساحې څخه لیدنه وکړه، چې په خبره یې یوه ودانۍ د ویزه شوې نقشې خلاف جوړه شوې چې مالک ته یې لازمې لارښوونې وشوې.

په ولایتونو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیمونه وایي، د هڅو له برکته یې د ښاري سرغړونو کچه په راکمېدو ده او خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لومړیتوبو ده چې د منظمې ښارې ودې او پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري ټاکل شوي تخنیکي ټیم د وردګ پوهنتون د زراعت پوهنځي له رغنیزو چارو څارنه ترسره کړه.

د څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۱:۳۶
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست د تخنیکي او عامه پوهاوي ټیمونو له لوري، د دوامدارو څارنو په لړ کې د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۹:۳۸
Background image

د میدان وردګ ولایت کې د سردار محمد داود خان او توسعوي ښارګوټو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۹

د ښاري نظم د تأمین او د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه، د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د سردار محمد داود. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت