عامه ودانيو د چارو معينيت
د عامه ساختمانونو د ډیزاین مرکز او لاندې ریاستونه د عامه ودانیو د چارو معینیت تر چتر لاندې عمده دندې او مسوولیتونه په لاندې ډول ترسره کوي:
د عامه ساختمانونو د ډيزاين مرکز: د عامه ساختمانونو د ډيزاين مرکز د ټولو دولتي او عامه پروژو د طرحې او ډيزاين کانون په توګه فعاليت کوي.
د عامه ودانيو د ډيزاين او جوړښت عمومي رياست: دا رياست شپږ ډيپارټمنټونه لري چې په ښوونيزو، استوګنيزو، صنعتي، ورزشي او فرهنګي، د دارالامان اداري کمپلکس، د ولسواليو اداري کمپلکسونو، د جوماتونو او د تاريخي او فرهنګي ميراثونو رغولو او بيارغولو برخه کې کار کوي، همدارنګه د عملياتي رياست، د متخصصينو د بورډ رياست او د تخنيکي بورډ رياست يې تر چتر لاندې فعاليت کوي.
د څارنې او د کيفيت د کنټرول رياست: د څارنې او د کيفيت کنټرول رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه ساختمانونو د چارو معينيت تر چتر لاندې فعاليت کوي. پر ساختماني موادو کنټرول او څارنه، د ترسره شويو ازمېښتونو د پايلو د تطبيق کنټرول، د ترتيب شويو نقشو اړوند د ساختمانونو پر فزيکي حالت کنټرول او څارنه د دې رياست عمده مسووليتونه دي.
د طرحې څېړنې او له ساختماني نورمونو او کوډونو د څار رياست: د طرحې څېړنې او له ساختماني نورمونو او کوډونو د څار رياست د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د عامه ساختمانونو د چارو معينيت تر چتر لاندې فعاليت کوي. دا رياست پر ټولو طرحو، د ډيزاين پر نورمونو او ساختمان جوړونې څېړنه کوي او په هېواد کې د ملي او بين المللي کوډونو له تطبيق څخه څارنه کوي.