سمنګان ولایت کې د ذغال ډبرو د مارکېټ جوړولو په اړه راپور چمتو شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۱:۱۷
picture

۱۳/۴/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ ، په سمنګان ولایت کې د ذغال ډبرو د جوړېدونکي مارکېټ په اړه ناسته وشوه او د راپور پر چمتوالي خبرې وشوې.

په ناسته کې، سمنګان ولایت کې د ذغالو کان څخه تر ذغالو مارکېټ پورې د نښلېدونکو لارو او پلچکونو، د مارکېټ جوړولو په موخه د مهندسۍ پلان پر چمتو کېدا، د ساحې اړوند تخنیکي او اساسي نقشو پر بشپړوالي او نورو اړینو موضوعاتو خبرې وشوې.

په ټوله کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د کمېتې د غړو په توافق او هوکړه یاد راپور تائید کړ.

ټاکل شوې، سمنګان ولایت کې د ذغالو جوړېدونکي مارکېټ په اړه د ګمارل شوې کمېټې بشپړ او تائید شوی راپور به د وروستیو اقداماتو په موخه د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې شي.

تمه ده، چې د ذغالو د پیر او پلور چارې، تړونونه او تګ راتګ به له واحد ادرس او معلومې لارې ترسره شي چې ورسره به له بې نظمیو مخنیوی وشي او په چارو کې به اسانتیاوې رامنځته شي.

 

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د هرات په ښار کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وکړه.

ښاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۶
Background image

په زابل ولایت کې د قلات ښاروالۍ د یوه باب مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملاداد ګل مسلم وایي، د دې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د قلات ښاروالۍ اړوند د مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

BACK TO NEWS