سرپُل ولایت کې د هغه مارکېټ له چارو څارنه وشوه، چې له جواز اخیستلو پرته د جوړېدو په حال کې دی

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵۷
سرپل ولایت

۱۴۴۷/۹/۲۶

سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د سرپُل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند له یو شمېر ودانیزو فعالیتونو تخنیکي لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د یادې څارنې موخه د هغو ودانیو د جوړېدو مخنیوی و، چې د ښار جوړولو له پلان او نافذه قوانینو پرته په خپلسرې توګه جوړېږي.

د سرپُل ولایت د کور او ښار جوړولو محترم ریاست د تخنیکي ټیم د څارنې په مهال څرګنده شوه چې په یاده ساحه کې یو سوداګریز مارکېټ د نقشې له ویزه کېدو او د جوړولو د رسمي جواز له اخیستلو پرته جوړېږي.

د ترسره شوې څارنې په ترڅ کې د مارکېټ څښتن ته سپارښتنه وشوه، چې لومړی باید خپله ودانیزه نقشه له اړوندو ادارو څخه ویزه کړي او د جوړولو قانوني رسمي جواز ترلاسه کړي.

همدارنګه ټینګار وشو چې که له یادو لارښوونو سره سم عمل ونه شي، نو د ودانیزو چارو بهیر به ودرول شي او د ښار جوړولو د نافذه اصولو او مقرراتو له مخې به قانوني چلند وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري اصولو د پلي کېدا او د سرغړونو د مخنیوي لپاره دا ډول نظارتي څارنې په دوامداره توګه ترسره کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت