سرپل کې له ۱۷۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د سروې او ثبت پروګرام له پيل راهيسې تر اوسه په سرپل ولايت کې ۱۷۳۹۵۵،۷ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.
له دې ډلې څخه په ۲۷ قطعو کې ۱۷۳۴۲۸ جريبه سپینه دولتي ځمکه او په ۱۱۴ قطعو کې ۵۲۷،۷ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې په مرکز او بيلابيلو ولسواليو کې موقعيت لري.