سرپل ولایت کې نږدې دوه سوه زره افغانۍ عواید ترلاسه شول

۱۴۴۳/۱۲/۲۶
د سرپل ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو د روان کال د سرطان میاشت کې د حق الاجارې له درکه یو سل، پنځه اویا زره، شپږ سوه او دري اتیا (۱۷۵۶۸۳) افغانۍ عواید ترلاسه کړل.
ذکر شوي عواید په یاد ولایت کې د دولتي ځمکو د په اجارې د ورکړې، د ځمکو کدستري خدماتو او معلوماتو، مخاراتي انتنونو او د ېرو کلونو د باقیاتو له درکه د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې راټول شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته په میلیونونو افغانۍ عواید راټول کړي او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.