سرپل ولایت کې د پراختیایي سړکونو د پلان او طرحې په تړاو خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۳:۱
سرپل

1/9/1446

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني وایي، سرپل ښار کې د ماسټر پلان مطابق د سړکونو پرانستلو او د نوو سړکونو جوړولو په تړاو د طرحې او پلان پر جوړولو خبرې وشوې.

ښاغلي داملا نوراني وویل، موخه دا وه چې، په سرپل ولایت کې (۳۰) متره او (۴۰) متره سړکونه جوړ شي او ښار ته لازمه پراختیا ورکړل شي.

نوموړی وایي، د سړکونو پرانستلو او جوړولو په تړاو ناسته کې، د دغه ولایت د محترم مقام استازي، د کرنې او مالدارۍ محترم ریاست، د ټولګټو چارو محترم ریاست، د علماؤ شورا، امربالمعروف، او د امنیه قوماندانۍ محترمو استازو برخه اخیستې وه.

داملا وایي، په ناسته کې ټولو اړخونو خپل نظرونه وړاندې کړل، تر څو ښار منظمه انډولیزه پراختیا پیدا کړي، خلکو ته د تګ راتګ لارو کې اسانتیاوې برابرې شي او چارې چټکې شي.

سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د یادې چارې په ترسره کولو کې د ټولو اړوندو ادارو او د ولایت محترم مقام د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو چارې په خپل وخت سرته ورسېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت