د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې لپاره د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ دوام لري

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۴:۲۴
مهاجرین

۱۴۴۸/۱/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش لړۍ دوام لري.

د تیرې د سه ‌شنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې لپاره د استوګنیزې نمرې ووېشل شوې.

په ننګرهار ولایت کې ۶۱۰، په فراه ولایت کې ۳۶۲، په هلمند ولایت کې ۴۸، په بلخ ولایت کې ۱۸۰ او په فاریاب ولایت کې ۱۵۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي.

د یادو شمېرو له مخې، یوازې د همدې ورځې په جریان کې ټولټال ۱۳۵۱ راستنو شویو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۵۱ زره او ۴۲۵ کورنیو ته د استوګنې نمرې ورکړل شوې دي، او دا لړۍ لا هم په منظم او چټک ډول روانه ده.

د یادولو وړ ده، چې  دا پروسه د راستنو شویو کورنیو د دایمي استوګنې، ټولنیز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي، ترڅو هغوی وکولای شي په خپل ټاټوبي کې خپل ژوند په عزت سره پیل کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۴۵
Background image

په لغمان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د کاپرګلۍ په سیمه کې د مهاجرینو ښارګوټي د څښاک پاکو اوبو رسولو د لمریزې شبکې له چارو څخه د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د محترم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

په کابل ښار کې د شنو ساحو د وضعیت څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د اته ‌متره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۳
Background image

په جوزجان کې د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۴/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د جوزجان ولایت د خانقا ولسوالۍ د تفصیلي ښاري پلان د ترتیب لپاره د یادې ولسوالۍ د ساحې توپوګرافي سروې پیل کړې ده.

. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت