زابل کې څه باندې ۲۶۱ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او خمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال زابل ولایت اړوندو سېمو په ۱۸۵ قطعو کې ۲۶۱۷۵۶ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۲۵۶۶۶ جریبه سپينه دولتي ځمکه او پاتې ۵۰۹۶ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلالبیلو ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.