د 1402 ه ش کال د تشکیلاتو د طرحې کمېټې ناسته وکړه
۱۴۴۴/۰۷/۰۴ـــــــ ۱۴۰۱/۱۱/۰۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د 1402 هـ ش کال د تشکیلاتو د طرحې کمېټې ناستهت وکړه او د دې کیمټې غړو د 1401 هـ ش کال د منظور شوې طرحې په نظر کې نیولو سره د راتلونکي کال د تشکیلاتو پر طرحه خبرې وکړې.
د کمیټې په دې ناسته کې د کور او ښار حوړولو وزارت د ریاستونو او امریتونو د 1402 هـ ش کال اړتیاوو ته په کتو د تشکیلاتو د طرحې پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو او نظرونه تبادله شول.
دغه راز د بشري سرچینو ریاست د اداري پراختیا امریت په وړاندیز او د وزارت د محترم مقام د حکم په اساس د 1402 هـ ش کال د تشکیلاتو د طرحې جوړولو په موخه یوه کمیټه وګمارل شوه؛ تر څو هغه ریاستونه او امریتونه چې وظیفوي تداخل لري تشکیل ته یي بیاکتنه وشي او له وظیفوي دخالت او موازیتوب مخنیوی وشي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.