د ګوسفندي ولسوالۍ د سړک له رغنیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۵/۰۷/۰۶
سرپل ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس داملا محمد نور نورزاد وایي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې د دې ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د سړک له رغنیزو چارو او د ویالو د کانکرېټ اچولو له چارو څارنه وکړه.
د معلوماتو له مخې، د ګوسفندي ولسوالۍ سړک رغنیزې چارې (۴۰٪) څلوېښت سلنه سرته رسېدلي دي، چې کار یې لا هم دوام لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت انجنیرانو د کار کیفیت خوندیتوب په موخه لازمې لارښوونې کړي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي انجنیران د رغنیزو پروژو مسؤلینو او قراردادي شرکتونو لازمې لارښوونې او سپارښتنې کوي، چې څنګه کېدای شي ټولې چارې د جوړ شوي پلان سره سمې او معیاري پر مخ یوسي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.