د کونړ ولایت په اسعداباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو
۱۴۴۶/۰۲/۲۰
د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نبي الله طلحه وایي، د دې ریاست د ښاري تخلفاتو تخنیکي ټیم په اسعداباد ښار کې د خپل سرو ودانیو د جوړیدو مخنیوي وکړ.
ښاغلي مولوي طلحه وویل، د دې ریاست د تخلفاتو تخنیکي ټیم د اسعد اباد ښار نه لیدنه وکړه، د غیرې پلاني ودانیو د جوړیدو مخنیوی یې وکړ او د کورونو مالکینو ته یې سپارښتنه وکړه تر څو د ښاري پلان مطابق خپل کورونه جوړ کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټيمونه په مرکز او ولایتونو کې د ښاري پراختیا په موخه د ښاري تخلفاتو مخنیوی کوي، تر څو ښاري وده د پلان مطابق ترسره شي.
