د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره د هغه ښارګوټي چې ټاکل شوې په زر (۱۰۰۰) جریبه ځمکه کې جوړ شي؛ د سروې او خط اچولو چارې یې بشپړې شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳۲
کونړ زلزله ځپلو ښارګوټی

۱۴۴۷/۱۲/۷

د کونړ ولایت د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره د ځانګړي استوګنیز ښارګوټي د تطبیق، سروې او خط‌اچولو چارې په بشپړ ډول پای ته ورسېدې.

دغه ښارګوټی د ننګرهار ولایت د ګمبیري په سیمه کې په (۱۰۰۰) زر جریبه ځمکه کې طرحه او تطبیق شوی، چې کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست له لوري یې تخنیکي، انجینري او جغرافیایي چارې بشپړې شوې.

په دې پروژه کې د ځمکو دقیقه سروې، د بلاکونو او نمراتو تنظیم، د داخلي سړکونو ابتدایي ډیزاین، د استوګنیزو ساحو تفکیک، او د عامه تأسیساتو لپاره د ځانګړو ساحو تثبیت شامل دي.

همداراز د جي ای ایس عصري سیستم له لارې د ښارګوټي ټول تخنیکي معلومات ثبت او نقشه‌بندي شوي دي، څو د راتلونکو پراختیایي چارو لپاره معیاري بنسټ برابر شي.

یاد ښارګوټی د کونړ ولایت د هغو کورنیو د دایمي اسکان لپاره جوړ شوی چې د وروستیو زلزلو له امله یې کورونه او شتمنۍ زیانمنې شوې وې.

د پروژې له بشپړېدو وروسته اوس سیمه د عملي استفادې او د کورنیو د انتقال لپاره بشپړه چمتو شوې ده.

دغه ډول پروژې نه یوازې د طبیعي پېښو زیانمنو ته د سرپناه زمینه برابروي، بلکې د منظمې ښاري پراختیا، معیاري استوګنځایونو او دوامدارو خدماتو د رامنځته کېدو لپاره هم مهم رول لوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت