د کونړ زلزله‌ځپلو ته په ننګرهار کې استوګنیزې نمرې وویشل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۱۶
.

۱۴۴۷/۱۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د کونړ ولایت هغو زلزله‌ځپلو کورنیو ته، چې د وروستۍ زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو، د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ اړوند د ګمبیري په ساحه کې  په زر جریبه ځمکه کې په نوي جوړ شوي ښارګوټي کې استوګنیزې نمرې وویشل شوې.

یاد ښارګوټی د معیاري ښاري پلان له مخې طرحه شوی، چې پکې د اوسېدو نمرې تر څنګ سړکونه او بنسټیزې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي. همداراز، په دې ښارګوټي کې د ښوونځي، مدرسې، مساجد، روغتیایي کلینیک  او هدیرې لپاره ځانګړې ځمکې ټاکل شوې دي، تر څو اوسېدونکو ته د یو منظم او باعزته ژوند بشپړ چاپېریال برابر شي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ننګرهار ولایت د والي مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د علماوو د شورا رئیس او د زلزله‌ځپلو د مرکزي کمیسیون مشر شیخ خیر محمد فاروقي، د کونړ د جهادي مدرسې مشر شیخ عبدالقهار صدیقي، د ننګرهار ولایت د مقام استازی مولوي شمس العارفین او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

غونډه د شیخ عبدالقهار صدیقي په وینا پیل شوه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت له هڅو یې مننه وکړه او د زلزله‌ځپلو کورنیو لپاره یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني خبرې وکړې او ویې ویل، اسلامي امارت هڅه کوي چې زلزله‌ځپلې کورنۍ پیاوړې کړي او د ټولنې د فعالو غړو په توګه یې وروزي، څو د مرستې له اخیستونکو څخه د مرستې کوونکو کچې ته ورسېږي.

نوموړي د پلان پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «پلان هغه ګټوره نسخه ده چې خړه دښته د سرو زرو په ارزښت بدلوي او د انساني ټولنې د پرمختګ لپاره عملي کېږي.»

په پای کې د ننګرهار ولایت د مقام استازي مولوي شمس العارفین خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ننګرهار ولایت مقام د زلزله‌ځپلو د ملاتړ او د یاد ښارګوټي د لا ښه مدیریت لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت