د کور او ښار جوړولو وزیر، د تخار ولایت د تالقان ښار د زون بندۍ پلان منظور کړ
۱۴۴۸/۱/۲۵
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د تخار ولایت د تالقان ښار د زون معلومولو (زونینګ) پلان تائید او لاسلیک کړ.
یاد پلان، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري مطالعاتو او ملي جامع پلانونو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري، د منظور شوو تفصیلي پلانونو، د سیمې د اوسني وضعیت او د ښاري پراختیایي اړتیاوو په پام کې نیولو سره ترتیب شوی دی.
د تخنیکي ارزونو له مخې، د تالقان ښار د نفوسو ودې، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو له امله د ښار د ځمکو د کارولو ډولونه او ودانیز تراکم د اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو سره سم تنظیم شوي دی.
موخه دا ده، چې د ښاري پراختیا بهیر په علمي، معیاري او منظم ډول پر مخ لاړ شي.
په دغه پلان کې د استوګنیزو، سوداګریزو، خدماتي او عامه تأسیساتو ساحې، د ښاري زېربناوو اړتیاوې او د ځمکو د کارولو اصول د نافذه ښاري معیارونو له مخې تنظیم شوي دي.
تمه چې دا چاره به، د ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو لپاره د تطبیق بنسټیز تخنیکي بستر برابر کړي.
د یادونې وړ ده، چې د تالقان ښار د زون بندۍ پلان له تشریحي راپور سره یوځای په ۲۳ پاڼو کې ترتیب او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به، د ټولو اړوندو ادارو له لوري عملي شي.
