د کور او ښار جوړولو وزارت څه د پاسه اته زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
picture

۱۴۴۵/۳/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ترکار لاندې پروژو کې 8072 کسانو ته په مستقیمه توګه او220  زره کسانو ته په غیرې مستقیمه توګه د کار زمینه برابره کړې ده.

د نوي کابل ښار د پروژې د اول فاز او پېروزي هستوګنیز ښارګوټی چې د کابل ښار په ده سبز سیمه کې موقعیت لري، دغه راز د کابل په پنځمه ناحیه خوشحال خان سیمه کې قطري پروژه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند هغه پروژې دي چې عملاً یې چارې روانې دي او درنو هېوادوالو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلین هڅه کوي، تر څو د نیمه کاره پروژو ستونزو او ننګونو ته د حل لارې پیدا او د بشپړوالي چارې یې پیل کړي، چې ورسره به ګڼ شمېر نورو هېوادوالو ته هم د کار کولو زمینه برابره شي.

د یادو پروژو پلي کېدا لامل شوې، چې د ژوند کولو سالم چاپېریال رامنځته شي، د کورونو بیې را ټیټې شي، خلکو ته مناسبه سرپناه پیدا شي، له ځمکو سالمه ګټه پورته شي، ځمکو او هستوګنیزو کورونو ته د هېوادوالو لاس رسی اسان شوی او د کار کولو زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې له پلان سره سم معیاري پروژې پلي کړي او د غیري پلاني ودې او پراختیا مخنیوی وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

په اسلام قلعه بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۴۳۹۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د اسلام قلعه ولسوالۍ د اسلام قلعه بندر په ساحه کې د ۴۳۹۴.۸۱۸ جریبه ځمکې سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت