د کور او ښار جوړولو وزارت په پخوانیو پروژو کې د ستونزو د حل او لا زیات شفافیت رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۱۸
picture

02/03/1445

د کور او ښار جوړولو وزارت په پخوانیو پروژو کې د لا زیات شفافیت رامنځته کولو په موخه جوړې شوې کمېټې خپلې لومړنۍ موندنې د دغه وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره شریکې کړې.

دغه کمېټه، د کور او ښار جوړولو وزارت په غوښتنه جوړه شوې، چې په کې د کورنیو چارو وزارت، عدلیې وزارت، د چارو ادارې او د فرامینو د څار او پلي کېدا ادارې محترم استازي شامل دي.

د پلټنې دغې کمېټې د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره د خپلو فعالیتونو او پلټنو په اړه لومړني معلومات شریک کړل او په ځینو برخو کې یې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغه لومړنۍ ناسته کې خبرې وشوې، چې څنګه کېدای شي د پروژو ستونزې حل او لا زیات شفافیت رامنځته شي.

د ناستې په دوام، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کمېټې غړو ته اړوندې لازمې لارښوونې وکړې، چې په عملي کېدا سره به یې د ستونزو په ختمولو کې رغنده رول ولوبوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي، چې د دغه وزارت په تېرو پروژو کې شفافیت رامنځته، ستونزې ختمې او د انډولیزې پراختیا او ودې لپاره زمینه برابره کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS