د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۶:۶
picture

۱۴۴۴/۱۰/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د چین هېواد له سفیر ښاغلي وانګ یوو سره وکتل او په بېلا بېلو ودانیزو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په ځانګړې توګه په کابل کې د نیله باغ پروژې د په ټپه ولاړو چارو د بیا پیل او سرته رسولو غوښتنه وکړه.

محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، د ا.ا.ا د ټولو هغه مسؤلیتونو ترسره کولو ته ژمن دی چې په تفاهم لیک کې لیکل شوي دي.

نوموړي وویل، تېره اوونۍ یې د دغې پروژې له نیمه کاره چارو لیدنه وکړه او هلته د برېښنا او امنیت برخه کې شته ستونزې یې حل کړې.

ښاغلي نعماني د خپلو خبرو په دوام، په کابل کې د چین له سفیر غوښتنه وکړه، چې څومره ژر چې کېدای شي د یادې پروژې چارې پیل او ګټې اخیستنې ته دې یې وسپاري.

دغه راز په لیدنه کې ښاغلي سرپرست وزیر له چینایي لوري غوښتنه وکړه، چې افغانستان کې د پانګونې په موخه چینایي پانګوال وهڅوي، ځکه په وینا یې اوسمهال افغانستان کې امنیت خوندي دی او د پانګونې لپاره مناسب شرایط او چاپیریال رامنځته شوی دی.

د وزیر بله غوښتنه د چین له سفیر دا وه، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو لپاره دې په تخنیکي او نورو برخو کې د لنډمهاله او اوږدمهاله زده کړو زمینه برابره کړي.

په لیدنه کې کابل کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یوو، د چین او افغانستان تاریخي او دوستانه مخینې ته اشاره وکړه او یادونه یې وکړه، چې دوی د یو امن او باثباته افغانستان هیله لري.

سفیر وانګ یوو زیاته کړه، تمه لري چې د چین او افغانستان ترمنځ به سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړې او پراخه شي او دغه برخه کې د دواړو هېوادونو پر مثبت رول ټینګار وکړ.

په کابل کې د چین سفیر وویل، ډیرې رغنیزې پروژې یې په لومړیتوب کې دي، چې د نیله باغ پروژه هم یوه له هغو ده او دوی هم لېواله دي چې چارې یې پیل شي.

د خپلو خبرو په پای کې د چین سفیر ښاغلي وانګ یوو، زیاته کړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړونې او په افغانستان کې د پانګونې په موخه به د خپل حکومت او پانګوالو سره خبرې وکړي، چې په خبره یې تمه لري مثبته پایله به ولري.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیڅ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۴:۵۵
Background image

په اسلام قلعه بندر کې د تفصیلي پلان جوړولو په موخه د ۴۳۹۴ جریبه ځمکې سروې ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ ای ‌اس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د هرات ولایت د اسلام قلعه ولسوالۍ د اسلام قلعه بندر په ساحه کې د ۴۳۹۴.۸۱۸ جریبه ځمکې سروې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست اړوند د رسېدنې، عامه پوهاوي او څار تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي په ساحه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

د بامیان ښار د فولادي سړک لوېدیځ مسیر کې د غیرقانوني ودانیزو فعالیتونو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۰

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند ښاري سرغړونو ته د رسېدنې تخنیکي ټیم له لوري، د فولادي سړک د لوېدیځ مسیر او د غلغله هوټل مخې ته ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت