د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست له یو شمیر هېوادوالو سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۳:۴۳
هېوادوال

28/3/1446

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د څو ولایتونو له اوسېدونکو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

راغلو کسانو د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست مننه وکړه، چې دوی ته یې وخت ور کړ او د خپلو سیمو او د خپلو ښارونو د حالاتو په اړه یې وزیر ته معلومات ور کړل، چې د ستونزو د حل برخه کې یې د حل او همکارۍ غوښتنه وکړه.

سرپرست وزیر محترم شیخ حمدالله نعماني وویل، له خپلو هېوادوالو سره د خدمت کولو په موخه ګوري او په خبره یې د دې وزارت مسؤلین د هېوادوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

 ښاغلي وزیر راغلو کسانو ته د دوی د ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت