د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو او احکامو د څار او کتنې لوی ریاست له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۶ - ۱۰:۳۵
picture

۱۴۴۴/۰۹/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو او احکامو د څار او کتنې لوی ریاست له مسؤلینو سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونو، احکامو او فرامینو د پلې کېدا پر څرنګوالي بحث وشو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني راغلو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د وزارت ټول کار کوونکي یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سپارښتنې، فرامین، احکام او نورې لارښوونې له ځنډ پرته په سمه توګه عملي کوي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، له دې وروسته به هم د ټولو اړوندو کسانو او مسؤلینو سره په ګډه هڅه کوي چې په یاده برخه کې لا ښه او پر وخت اقدامات ترسره کړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۶:۱
Background image

د لغمان په کافر ګله ساحه کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د لغمان ولایت کافر ګله ساحې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه اصلاحي تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په تېر یو کال کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په تېر یو کال (۱۴۰۴) کې شاوخوا «۱۸۰» ودانیزې نقشې څېړلې او ارزولې دي.

دغه «۱۸۰» ودانیزې نقشې د یاد وزارت د ودانیو او ساختماني تاسیساتو د طرح او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
Background image

د ارزګان په ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

تر دې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت