د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ لپاره د تفصیلي پلان ارزونه وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱ - ۱۱:۵۱
.

۱۴۴۴/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ ولسوال او د دې ولسوالۍ د ښاروال سره وکتل او د یادې ولسوالۍ د تفصیلي پلان ارزونه یې وکړه.

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ ولسوال او ښاروال په دې ولسوالۍ کې د اوسیدونکو د ژوند پر وضعیت خبرې وکړې او هلته یې د شته ستونزو او ننګونو په اړه سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل.

دوی زیاته کړه، د بهارک ولسوالۍ لپاره پخوانی تفصیلي پلان په اوسمهال کې د خلکو ستونزې نشي حل کولی او په وینا یې اړتیا ده چې بیا کتنه ورته وشي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د پلان ارزونې ترڅنګ یادونه وکړه، چې اړتیا ده، څو سیمې ته هیئت ولېږي او هر څه له نږدې وګوري چې داسې پلان جوړ شي، څو ټولو شته ستونزو ته د حل برخه کې جواب ویونکی وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له مهمو دندو دا ده، چې د ټولو ولایتونو لپاره مناسب پلانونه چمتو کړي، ترڅو ولس ته د ژوند کولو ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۵۱
Background image

د غزني ولایت په پخواني ښار کې د غیر قانوني ښاري فعالیت مخنیوی وشو

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په هدایت غزني ولایت کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو.

د غزني ولایت د کور او ښار. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۷
Background image

د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست  اړوند تخنیکي ټیم له لوري د هلمند ولایت د مستوفیت ریاست د جامع جومات له رغنیزې پروژې څخه ساحوي نظارت او تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۴
Background image

د کابل ښار په میوند جاده کې د پوسته خانې له رغنیزې پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ساختماني او زیربنایي چارو د تطبیق د څار ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامدارو تخنیکي څارنو په لړ کې د کابل ښار د میوند جادې په سیمه کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت