د کور او ښار جوړولو وزارت رهبري هئیت ناسته وکړه
۱۴۴۵/۵/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د دې وزارت د رهبري هیئت ناسته وشوه، چې په کې پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.
په دغه ناسته کې د دې وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، اړوندو رئیسانو او د ځینو ادارو امرینو ګډون کړی وو.
د ناستې له مهمو موضوعاتو یوه یې د تهیه مسکن دویم نمبر بلاک د نیمه کاره پروژې د چارو بشپړوالي لپاره پر څرنګوالي بحث و چې څنګه کېدای شي ژر تر ژره یاده پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زوونو د پراختیا معینیت په مشرۍ ځینې رئیسانو ته دنده وسپارل شوه چې له قرار دادي شرکت سره ناسته وکړي او د ستونزې د حل په موخه یوې پرېکړې ته ورسېږي.
د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د ترمینل جوړولو پلان، د تېر حکومت څخه د نیمه کاره پروژو د چارو وضعیت او د ولایتي ریاستونو د چارو ګړندي کېدل د دې ناستې نور موضوعات وو چې بحث پرې وشو.
د کور اوښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، اړوند رئیسانو او مسؤلینو ته د چارو پرمختګ، کیفیت او همغږۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې او ښاري چارو محترم مرستیال ته یې دنده وسپارله څو له اړونده انجنیرانو او مسؤلینو سره د میدان ښار د ترمینل د پلان پر جوړېدو کار وکړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.