د کور او ښار جوړولو وزارت دا ځل (113) نور مرکزي خالي بستونه اعلانوي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۹:۴۸
انځور

Publish Date

Closing Date

Location

درېیم مکروریان ازادی مطبعې او شش درک ته مخامخ د کور او ښار جوړولو وزارت

خبرتیا

د کور او ښار جوړولو وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په همکارۍ، کار اهل کار ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، د تېرو اعلانونو په دوام، دا ځل (113) نور مرکزي خالي بستونه له ۰۴/۱۰/۱۴۰۲ څخه تر د ۱۴/۱۰/۱۴۰۲نېټې اعلانوي.

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې له لاندېني لینک ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (5MB) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af)  ته واستوي.

دغه راز په شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې د کور او ښار جوړولو وزارت د بشري سرچینو محترم ریاست د استخدام امریت څخه چې د کابل په درېیم مکروریان سیمه کې ازادۍ مطبعې ته مخامخ موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري.

د یادونې وړ ده، چې پر کرښه (انلاین) او حضوري ډول دې د غوښتنې فورمې له استولو څخه ډډه وشي، ترڅو په یو بست کې د فورمو له تکرار مخنیوی وشي.

په یاد ولرئ!: د غوښتنلیک فورمې سره د تحصیلي اسنادو، د کاري تجربې اسنادو او د تابعیت تذکرې کاپي حتمي ده.

د اړیکو شمېرې: 0202300714/ 0202143059

 

د اعلان شویو بستونو د جدول لینک:

https://drive.google.com/file/d/1neeTM6iKIyxjNEL-QL61hWmaHk7gVCJ3/view?usp=sharing

 

د غوښتنې فورمې لینک:

https://docs.google.com/document/d/1FZM6l_Z16p3qCXhraVN3PWNmYzQ8EWmi/edit

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

Related VacanciesShow all

Back to vacancies