د کور او ښار جوړولو وزارت ته د استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو لپاره د ځمکو د انتقال بهیر ترسره شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۳:۵۲
وزارت

۱۴۴۸/۱/۱۱

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکم په اساس، د استوګنیزو پروژو د تطبیق او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه یوپنځوس (۵۱) جریبه ځمکه په کابل کې د کور او ښار جوړولو وزارت ته ولېږدول شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت، د حقوقي اعتبار ورکولو محترم ریاست وایي، یاده ځمکه دوه قطعې ده چې (۹) نهه جریبه ځمکه یې د کابل په دهسبز ولسوالۍ کې او (۴۲) دوه څلوېښت جریبه نوره ځمکه په بګرامیو ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د ځمکو د انتقال دغه رسمي بهیر، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت د اراضۍ لوی ریاست له لوري د کور او ښار جوړولو وزارت ته د استوګنیزو او ښاري پراختیايي پروژو د پلي کېدو په موخه، ترسره شو.

یاد انتقال د اړوندو مسؤلینو ترمنځ د رسمي هوکړه ‌لیک له مخې ترسره شو، چې موخه یې د منظم ښار جوړولو پراختیا، د استوګنیزو اړتیاوو پوره کول او د ښاري پراختیايي پروژو پیاوړتیا ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د دې اقدام هرکلی کوي او ټینګار کوي، چې د یادو ځمکو په ترلاسه کېدو سره به د معیاري ښارګوټو او استوګنیزو بلاکونو د جوړولو چارې د نافذه تخنیکي او حقوقي اصولو مطابق پر مخ یووړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت