د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د بېلابېلو پروژو لابراتواري او ساختماني چارې وڅارلې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۳۱
لابراتوار

۱۴۴۸/۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل، هرات او کونړ ولایتونو په بېلابېلو ساختماني او زیربنايي پروژو کې د لابراتواري ازموینو او ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتو وزارت جومات، الشفاء روغتون، د کونړ ولایت د پوسته ‌خانې ودانۍ، د هرات اداري او لابراتواري ودانۍ، پنځم مکروریان صلح پروژه، کابل–بګرام سړک او د لویې څارنوالۍ د درېیمې الحاقیې بلاک اړوند چارې وکتل شوې.

د الشفاء روغتون په پروژه کې د کانکریټ اچونې بهیر چې د شپې له ۱۱ بجو پیل او تر سهار ۶ بجو یې دوام درلود، د لابراتوار ریاست او د پروژو د څارنې انجینرانو له لوري په تخنیکي ډول وڅارل شو، د کانکریټ کیفیت، د موادو د مخلوط، انتقال، اچونې او د تخنیکي معیارونو رعایت له نږدې و ارزول شو.

همدارنګه د کونړ ولایت د پوسته ‌خانې ودانۍ په پروژه کې د څاه‌ګانو د معیاري ازموینو، د هرات اداري او لابراتواري ودانۍ په پروژه کې د جیوټکنیک ازموینې، او د کابل–بګرام سړک په پروژه کې د لابراتواري ازموینو بهیر وڅارل شو.

تخنیکي پلاوي د پروژو له تطبیقوونکو شرکتونو څخه وغوښتل، چې ساختماني چارې د قراردادونو، تخنیکي مشخصاتو او انجنیري معیارونو له مخې ترسره کړي او د کیفیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست له لوري د پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د دې لپاره ترسره کېږي، څو ساختماني چارې په معیاري ډول تطبیق او د پروژو کیفیت تضمین شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۹:۳۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د بېلابېلو پروژو لابراتواري او ساختماني چارې وڅارلې

۱۴۴۸/۱/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل، هرات او کونړ ولایتونو په بېلابېلو ساختماني او زیربنايي پروژو کې د لابراتواري ازموینو او ساختماني چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل میزاني ولسوالۍ اداري ودانۍ پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۸/۱/۲۸

د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې بشپړې او یاده پروژه په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۳:۵۶
Background image

د شینډنډ کانالونو د جوړولو چارې تر تخنیکي څارنې لاندې روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸

د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د معارف سړک شمالي کانال او د ښاروالۍ ریاست ودانۍ سویلي کانال د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه وشوه.

د څارنې پر مهال د کانال د اوسپنې تړلو، د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت