د کور او ښار جوړولو وزارت اداري غونډه کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو او فعالیتونو خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۵:۵۴
وزارت

۱۴۴۷/۰۳/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا محترم مرستیال مولوي ګل زرین صابر، د وزارت محترمو رئیسانو، امرینو او استازو ګډون درلود.

په غونډه کې د تېرو دوو میاشتو لاسته راوړنې او کړنې و ارزول شوې، او د کابل نوي ښار د ماسټر پلان، ساختاري او پراختیايي پلان د تطبیق پر موضوعاتو بحث وشو.

په نوي کابل ښار کې د کابل ـــــ بګرام عمومي سړک د ډیزاین او براورد، د ماسټر پلان مطابق د پروژو عملي کېدا، د املاکو تصفیې، د هېواد په کچه د ښاري پلانونو جوړولو او د منظور شوو پلانونو په ځانګړې توګه د ستراتېژیکو پلانونو د خپرولو په اړه هم بشپړې خبرې وشوې.

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپلو خبرو کې د کارونو پر چټکتیا ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، درسپارل شوي مسؤلیتونه د الله ج د رضا لپاره ترسره کړئ، ودانیزو پروژو ته چټکتیا ورکړئ، ځکه په خبره یې افغانستان تر هر څه ډېر سرپناه ته اړتیا لري.

دغه راز، په غونډه کې ټینګار وشو چې د غیر اختیاري بودجې اړوند د ساختماني نقشو جوړولو ته به لومړیتوب ورکول کېږي، پروژې به پر خپل وخت عملي کېږي او کارونه به د ځنډ پرته ترسره کېږي.

په غونډه کې ګډونوالو هر یو خپل فکر شریک کړ او د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه یې د خپلو ریاستونو او کاري استقامت برخه کې لازم وړاندیزونه وکړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ښارونو د منظم پلان جوړولو، د ملي پروژو د پلي کولو او د ښاري خدمتونو د برابرولو لپاره پر بنسټیزو پروګرامونو کار کوي اود رهبرۍ دغسې ناستې د وزارت د کړنو د همغږۍ، شفافیت او د ملي پروژو د مؤثر تطبیق لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت