د کور او ښار جوړولو سرپرست یو شمیر نیالګي کینول
1444/09/12
د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د ښاري چارو مرستیال محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د ځینو ادارو رئیسانو او ځینو کارکونکو د دې وزارت په انګړ کې یو شمیر نیالګي کینول.
محترم شیخ حمدالله نعماني د نیالګیو کینولو په مهال وویل، د نیالګیو کینول د چاپیریال زرغونتیا لپاره ډیر اړین دي. نوموړي زیاته کړه، نه تنها په دې وزارت، بلکې د ټول هېواد په کچه کولی شو چې د نیالګیو په کینولو سره خپلې سیمې زرغونې کړو او هېوادوال له ککړې هوا وژغورو.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر هیله وښوده چې هېوادوال د نیالګیو په کینولو کې پراخه ونډه واخلي او په ساتنه او پالنه کې یې هم پوره ونډه واخلي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د یوه سکتوري بنسټ په توګه زرغونتیا د یوه ښه چاپیریال رامنځته کولو په موخه په خپلو ټولو پروژو کې په پام کې نیولې ده او د افغانستان د زرغونتیا لپاره هڅې کوي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.