د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له اداري او مالي معین سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۳:۳۶
انځور

1444/03/17

د کور جوړولو او ښار وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له اداري او مالي معین محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي سره د بیرته را ستنیدونکو کډوالو ته د کورونو په برخه کې د اسانتیاو په اړه خبرې اترې کړي دي.

په یاده ناسته کې د کډوالو او بیرته راستیندونکو چارو وزارت اداري او مالي معین د کډوالو د کورونو په برخه کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو  محترم سرپرست وزیر اړوندو ادارو ته  هدایت وکړ چې د کډوالو د بیرته را ګرځیدو لپاره د کورونو په برخه کې جدي کار وکړي او بیرته را ستنیدونکو کډوالو ته د اوسیدو زمینه برابره کړي.

نوموړي وویل چې د کور او ښار جوړولو وزارت د کورونو جوړولو په برخه کې د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو چارو له وزارت سره لازمي همکاري کوي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت