د کورونو برخه کې د اغاخان مؤسسې د خپلو چارو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت ته معلوماتي پرزینټېشن ورکړ

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۳ - ۱۳:۵۰
picture

۱۴۴۴/۱۱/۱۴

په افغانستان کې د کورونو د رغونې برخه کې د اغا خان مؤسسې مسؤلینو د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره وکتل او د دې مؤسسې اړوند د کورونو د رغونې په برخه کې یې د چارو د پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.

د یادې مؤسسې مسؤلینو د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرسیت وزیر مننه وکړه، چې د دوی اړوند ښاري پروژو کې یې پوره همکاري کړې ده.

د کورونو لپاره د اغاخان مؤسسې مسؤلین وایي، د بدخشان په شٌکۍ ولسوالۍ د دیخواه دشته کې د رغونې پروژه، د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د ۳۰۰ کورونو جوړول او د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د بېرته راستنیدونکو او کورني بې ځایه شویو کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو پروژو باندې کار روان دی.

یادو مسؤلینو زیاته کړه، د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د (۳۰۰) کورونو جوړولو چارې په ټوله کې (۹۰) سلنه بشپړ شوې دي، چې نږدې راتلونکي کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

دغه راز په پغمان ولسوالۍ کې د بېرته راستنیدونکو او کورني بې ځایه شوو کورنیو لپاره د سرپناه جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د یادې مؤسسې له همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښارونو او مسکن د جوړولو برخه کې د مؤسسو او نړیوالو بنسټونو له همکاریو ملاتړ کوي.

سرپرست وزیر وویل، هڅه کوي چې له بېلا بېلو لارو چارو د بې سرپناه هېوادوالو ستونزې حل کړي، خلکو ته د کار کولو زمینه برابره کړي او په ټوله کې اقتصادي څرخ په خوځښت راولي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت