د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو ښارګوټي د جوماتونو له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۲۹
کندهار

۱۴۴۷/۱۰/۲۸

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د دوامداره څارنو په لړ کې د دامان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د جوماتونو د ودانیزو پروژو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د جوماتونو په بېلابېلو برخو کې روانې ودانیزې چارې وڅارل شوې، چې پکې د چت (سلب) قالب تړل، سنګکاري، د موادو انتقال او نور تخنیکي فعالیتونه شامل وو.

همدارنګه، په ځینو برخو کې تخنیکي ستونزې موجودې وې، چې د تخنیکي ټیم له لوري په ساحه کې حل شوې او اړوند اصلاحات ترسره شول.

په هغو ساحو کې چې د سیلاب خطر موجود و، د ودانیو د ثبات او خوندیتوب په موخه د سنګکارۍ او تخنیکي تدابیرو د پیاوړتیا سپارښتنې وشوې، څو د راتلونکې ستونزې مخنیوی وشي.

همدارنګه، د څارنې پر مهال د کارګرو د خوندیتوب موضوع ته جدي پاملرنه وشوه او ټینګار وشو چې ټول کارکوونکي باید د خوندیتوب اصول مراعت کړي او پرته له اړینو محافظتي وسایلو څخه د کار اجازه ورنه کړل شي.

د څارنې په پای کې ټینګار وشو، چې ټولې ودانیزې چارې باید د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو سره سم پرمخ یوړل شي.

د ودانیزو پروژو دوامداره تخنیکي څارنه د کیفیت د لوړولو، د ستونزو د پر وخت حل او د معیاري تطبیق د تأمین لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت