د کندهار ولايت د مير هزار جومات د بيارغولو چارې به په راتلونکي يو کال کې بشپړې شي

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د کندهار ښار د مير هزار جومات د بيارغولو چارې پنځوس سلنه پرمخ وړي او د ۱۳۹۹ کال تر پايه به يې بشپړې کړي.
د مير هزار تاریخي جومات د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې په ۸۶۷ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول جوړيږي.
د دې جومات په ترميم او بيارغولو ۱۲،۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انکشافي وجې څخه ورکول کيږي.