د کرکټ د نړیوال لوبغالي اړوند ځمکې ارزونه کیږي
1444/04/01
د کور او ښار جوړولو وزارت د ا. ا. ا د کابینې د 1444/ ربیع الاول/ 28 پریکړې په اساس د الوخیلو په سیمه کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي اړوند ځمکې چې کابل کې موقیعت لري بررسي کیږي.
یاده بررسي به د افغانستان کرکټ بورد په ملتیا کیږي.
په کابل کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي نقشه چې د 25 زرو نندارچیان ظرفیت لري په 100 جریبه ځمکه کې حوړیږي د دې لوبغالي طرحه ډیزاین، د سیمې ارزیابي او د کار د شروع کیدو زمینه به برابره شي.