د کاپیسا ولایت د احمد بیک تپې اصلاحي پلان جوړ شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۲:۱۸
picture

۱۴۴۴/۰۵/۰۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د احمد بیک تپې اصلاحي پلان جوړ کړ.

د احمد بیک تپې اصلاحي پلان چې (۷۴۳.۴) جریبه ځمکې لپاره جوړ دی، په دې ځمکه کې ټولګټي ځایونه، استوګنیزې نمرې، سوداګریزې سیمې، شنې سیمې، پارکونه او سړکونه شامل دي.

په دې اصلاحي پلان کې ځینې خپل سرې کړنې او د سیلاب راوتلو سیمې اصلاح شوي او کرنیزې ځمکې له پلان وېستل شوې دي.

د کوراو ښار جوړولو وزارت د ښاري سکتور د یوې باوري سرچینې په توګه؛ همېشه ښاري پلانونه طرحه کوي او د ښاري پراختیا برنامې عملي کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت