د کابل – بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د یادې پروژې په اډانه کې، د سړک جوړولو، پلچکونو او عامه خدمتونو د همغږۍ په برخو کې ګڼ او مهم فعالیتونه ترسره شول.
د نوي کابل ښار د پراختیا محترم ریاست د تخنیکي ټیم د څار په مهال څرګنده شوه، چې د سړک د لوېدیځ لوري د طبیعي ځمکې د متراکمولو چارې نږدې سل سلنه بشپړې شوې دي.
همدارنګه د عزیزي بازار په منځنۍ برخه کې د سب بېس (د سړک د فرعي بنسټ طبقې چارې) دوام لري.
سربېره پر دې، د ګولډین سیټي شرکت د سیمې مخې ته، هم ودانیزې چارې پیل دي او سب بېس او د سب ګرېډ دوهمې طبقې د موادو ډمپنګ هم بشپړ شو.
دغه راز، د پلچکونو په برخه کې هم، د اووم پلچک د لوېدیځ لوري د بنسټ کانکرېټ اچول ترسره شو او د اتم پلچک د ختیځ لوري د بنسټ د ډبرو اېښودلو چارې دوام لري.
د یاد ریاست اړوند تخنیکي ټیم وایي، نورې ودانیزې چارې هم دوام لري، چې ګام په ګام د پرمختګ په حال کې دي.
د کابل–بګرام سړک پروژه د هېواد له مهمو ترانسپورتي پروژو څخه ګڼل کېږي چې د بشپړېدو په صورت کې به د ترافیکي اسانتیاوو، اقتصادي ودې او د خلکو د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
