د کابل – ارغندې د ۵۰۰ کیلوولټه وارداتي بریښنا په مسیر کې د ځمکو ارزش یابۍ او د مالکیت حق تثبیت چارې پای ته ورسېدې

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ترکمنستان ۵۰۰ کیلوولټه وراداتي بریښنا لپاره د کابل – ارغندې په مسیر قره باغ، ګلدره، شکر دره، استالف، فرزه او پغمان ولسوالیو کې د ۱۴۶ د بريښنا ستنو د نصب لپاره د ځمکې ارزش یابۍ او د مالکیت حق تثبیت چارې بشپړې کړې.
په یادو ولسوالیو کې د ۱۴۶ ستنو له ډلې به ۱۱۱ یې په شخصي ځمکو کې او پاتې ۳۵ نور یې په دولتي ځمکه کې نصبیږي.
. د دې پروژې له تطبیق سره چې ښارجوړولو او ځمکو وزارت یې د مالکیت حق تثبیت او د استملاک په موخه د جایدادونو د قیمت ګذارۍ مسولیت په غاړه لري، د کابل د بريښنا پرچاوي او کمښت به لمنځه ولاړ شي.