د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د قطر د استوګنې د کمپلکس د جوړولو کار روان دی

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۴:۴۲
picture

02/02/1444

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د قطر د استوګنې د کمپلکس د لومړي فاز د جوړولو کار روان دی او تر اوسه یې شاوخوا ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د قطر د استوګنې د کمپلیکس د بلاکونو د جوړولو تړون د الغرافه قطر خیریه مؤسسې او ساختماني شرکتونو ترمنځ د تېر حکومت پر مهال لاسلیک شو او عملي کارونه یې په دې برخه کې پیل کړل، خو د ستونزو له امله یې کارونه وځنډېدل.

د ا.ا.ا له بیا حاکمیت وروسته د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسؤلینو په هلو ځلو د قطر د استوګنې د کمپلکس ستونزې او ننګونې هوارې شوې او د دغې سترې پروژې کار بیا پیل شو.

دغه استوګنيز کمپلکس په کابل ښار کې يو له مهمو استوګنيزو پروژو څخه ده، چې د جوړولو لګښت يې څه د پاسه ١١٠ ميليونه امريکايي ډالره کېږي او د الغرافه خيريه موسسې له خوا ورکول کېږي.

د الغرافة خیریه مؤسسې د ساختماني چارو د څار مسؤل ښاغلي انجنیر میوند شیرزاد وویل، دا پروژه په درېيو پړاوونو کې جوړېږي او اوس يې په لومړي پړاو کې د جوړېدو چارې روانې دي.

ښاغلي شیرزاد زیاته کړه، چې د دې پړاو په بشپړېدو سره به د پلان له مخې د نورو پړاوونو د جوړولو چارې عملاً پيل شي.

دغه راز هغه وویل، د يو باب جومات د جوړولو کار ٦٠ سلنه، د دوو ښوونځيو د ودانيو د جوړولو چارې ٧٠ سلنه او د درېيو استوګنیزو بلاکونو رغنیزې چارې  ٣٥ سلنه پرمخ تللي او اوسمهال په ياده پروژه کې ٧٠٠ کسان په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د کارته مأمورین څخه تر عمراباد پورې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت