د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د ښاري تخلفاتو څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۱۹
لومړۍ ناحیه

۱۴۴۷/۱۰/۱۵

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، چې موخه یې د ښاري اصولو د تطبیق ارزونه او د سړک د حریم د کارونې څېړنه وه.

د څارنې په ترڅ کې، د باغ عمومي له پل څخه تر پل خشتي پورې سنګفرش شوی سړک وکتل شو، څرګنده شوه چې په ځینو برخو کې پلې لارې د دوکانونو او لاس پلورونکو له لوري اشغال شوې او د سړک له حریم څخه ناسمه استفاده شوې، چې د عابرینو تګ راتګ او ترافیکي نظم یې اغېزمن کړی دی.

همدارنګه، د وسایطو غیرقانوني درول، د سړک د سطحې ناهمواري او د کثافاتو موجودیت هم د ستونزو له جملې څخه وبلل شول.

ټینګار وشو چې د پلې لارو اشغال مخه ونیول شي، د سړک حریم په سمه توګه وکارول شي او د ښاري قوانینو د تطبیق لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت