د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ساختماني چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۱/۱۹
د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د اړوند آمریتونو د دوامداره نظارتي پروګرامونو په لړ کې، د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتحالله په ساحه کې د ساختماني چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د ساحوي څارنې پر مهال، د ساختماني پروژو وضعیت د منظور شوو نقشو او نافذه ښاري پلانونو سره پرتله شو، څو د تخنیکي معیارونو او قانوني اصولو د رعایت کچه وارزول شي.
په ارزونه کې هغه پروژې تثبیت شوې چې د نافذه قوانینو، ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حریم د نقض احتمال پکې موجود و، په ځانګړي ډول د غیرقانوني کړکیو او پرانیستو برخو جوړول.
له همدې امله، د پروژو له مالکینو وغوښتل شول چې خپل قانوني اسناد، جوازونه او تخنیکي مدارک اړوند ریاست ته وسپاري، څو د دقیقې ارزونې او د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت تر تثبیت وروسته، د اړتیا په صورت کې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یو شمېر پروژو ساختماني چارې په عادي ډول روانې دي،همداراز، ټینګار وشو چې د دې ډول نظارتونو لړۍ به د کاري پلان له مخې دوام ومومي او د ښار نورې سیمې به هم تر پوښښ لاندې ونیول شي.
د ښاري سرغړونو د مخنیوي دوامداره څارنې د ښاري پلانونو د سم تطبیق، د غیرمعیاري تراکم د کنټرول، د ګاونډیانو د حقونو د خوندیتوب، د ساختماني کیفیت د لوړولو او د ښاري مدیریت د پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي.
